• Biography
  • Albums
  • Lyrics (12)

چرته ته وای هلته
از استاد اولمیر


چرته ته وای هلته زه وای
د زړه سره ماته ګرانه
کاشکې ته هم لږ خبر شې
د زخمي زړه د غوغا نه

دا جنون مه بولئ خلکه
دا د عشق عالي مقام دی
چې شي مينه د چا برخه
بس په هغو خوب حرام دی

نن مې بيا زړګی کړيږي
شور يې رسي تر اسمانه

چرته ته وای هلته زه وای
د زړه سره ماته ګرانه
کاشکې ته هم لږ خبر شې
د زخمي زړه د غوغا نه

سوې کوکې مې شوې برخه
د يو شوخ نظر د لاسه
ځيني ځيني مې لا بولي
ليونی د دې د پاسه

د دې رنځ علاج لپاره
دعا وغواړم له چا نه
کاشکې ته هم لږ خبر شې
د زخمي زړه د غوغا نه

چې سېلاب ته شوې په غاړه
لوسې پوسې ستا د مينې
لږ راشه په پوښتنه
نازولې نازنينې
دږې وړې زړګی ګرځي
ستا د حجر له سودا نه

چرته ته وای هلته زه وای
د زړه سره ماته ګرانه
کاشکې ته هم لږ خبر شې
د زخمي زړه د غوغا نه

Alert: Content is protected !!