Toggle navigation
Afghan Song Lyrics
Home
Browse By Artist
Biographies
Submit Lyric
Log In
Choose Language
Dari
English
اخ وطن وطن
از
ګودر ځاځی

بې کلي او کور یمه، بې له خپلې مور یمه
نه څوک وطندار لرم، نه هم د چا ورور یمه
ځاله د غومبسو شوه، سیمه د تش نسو شوه
هغه د لیلا وطن، خاوره د بې کسو شوه

اخ وطن وطن، بیا یې خرڅوي په نورو کور کفن وطن
دا جنت نشانه سیمه دا ختن وطن
دا زما مغرور پنځه زره کلن وطن
اخ وطن وطن بیا به شرموي نړۍ ته خپل زامن وطن
بیا لره زنانو غواړي تار او ستن وطن
بیا له لوږې مري زما دا لوی شتمن وطن

خدایه موږ څارې کنه، غم کې زموږ يې کنه؟
نور نو له دې څومره ډېر ستړي ازمایې کنه
اې د عدالت ربه دا لوبه خو ورانه که
نور که څه کوې کنه خلاص مو له ملان که

اخ وطن وطن داسې بې جانان نه وي دا مین وطن
داسې بې سندرې بې هنر او فن وطن
داسې ناعلاجه او ټپي پوتن وطن
اخ وطن وطن څنګه بې مالیاره شو زما ګلشن وطن
څنګه بې صاحبه پاتې ګل بدن وطن
څنګه بې بهاره دی چمن چمن وطن

بې کلي او کور یمه، بې له خپلې مور یمه
نه څوک وطندار لرم، نه هم د چا ورور یمه
ځاله د غومبسو شوه، سیمه د تش نسو شوه
هغه د لیلا وطن، خاوره د بې کسو شوه

اخ زما وطن، خدایه داسې هېر دې مه شه بیا د چا وطن
خدایه داسې هېر دې مه شه بیا د چا وطن
خدایه داسې هېر دې مه شه بیا د چا وطن

(فرستنده: حسیب عباس)

Back To Lyric