• Biography
  • Albums
  • Lyrics (9)

اي عشقه نا مراده
از شکیب سوزان


اي عشقه نا مراده
تا څــه په غم سر کړم
عالـم زيست و روزگار کا
زه تل خون ځيگــر خورم

چا کسب و کمــال ياد کــړو
څوک ذکر و زاهـدي کا
د عشـق چـله خانه کـي
زه ناست دلبر دلبر کړم

څوک فخر په شاهي کا
څوک مــال او عزت غواړي
زمــا لپاره بس دي چي
ځان د يار نوکر کړم

که يـار رانـه زړه وړي
په زور يي وړي نه دي
دا ټول لمســون دا سـتا دي
که حــق وته نظـر کـرم

يو قنج د معشــوقو دي
په مــا ملنگ جـان حق دي
د سل غـير و غـمازو
ته هم خـوشـامــندگــر کړم

Alert: Content is protected !!