
وطن
از
جاوید امیرخیل
موسم بدل دې ښایی تللی مرغان بیرته راشي
وخت خپل وطن ته د کډوالو کاروان بیرته راشي
بیلتونه دا ځل دی نو عمر دومره لڼډ شه چی زه
په لمن اوښکلی وچومه جانان بیرته راشي
وخت خپل وطن ته د کډوالو کاروان بیرته راشي
درویشه داسې به ونشي چی زمونږ هدیرې
سپین ګيرې وګرزوي تول او ځوانان بیرته راشي
وخت خپل وطن ته د کډوالو کاروان بیرته راشي
موسم بدل دې ښایی تللی مرغان بیرته راشي
وخت خپل وطن ته د کډوالو کاروان بیرته راشي