سوز د مينې
از
استاد اولمیر
سوز د مينې مې قلم را پاروي
ولولې مې دم په دم راپاروي
مايوسي مې د جذباتو خاموشي كړي
غلبلي مې ستا كرم را پاروي
تصور كه هر څو و تړم په پړو
د زړه سوى د سترګونم را پاروي
احساسات چې مې په صبر غلبه شي
بس نو عقل و جنون سم راپاروي
د قلم واګي دې ټېنګې كړه سېلابه!
ګوندې بيا د اشنا غم راپاروي