په مذهب نه د بلبل
از
مسحور جمال
په مذهب نه د بلبل نه د پتنګ يم
نه غوټۍ غندی د زړه په وينو رنګ يم
غوټۍ نه يم چې مې جونې سر کې کېږدي
چې خوبان مې کړي پر غاړه نه لونګ يم
خاورې يمه خو د باده سره مل يم
د هر کس او د ناکس د پښو نه څنګ يم