
د خپل یار له مینې
از
نینواز
د خپل یار له مینې هسې دیوانه یم
چې خبر نه په کعبه نه بتخانه یم
چې بې آهه، بې نارې، بې غږه سوځم
پر څراغ د مخ یې هغه پروانه یم
که پر سل ځایه اره شم، خبر نه یم
د کاکل په شوق یې زه هغه شانه یم
د خال خیال یې ما ضعیف لره کافي دی
د مېږي په دود قانع په لږ دانه یم
په وصلت کې یې لا څه را وشي ګوره
په تش خیال یې له عالمه بیګانه یم
چې یې خیال ساتم د سرو لبو په زړه کې
دا په دا مدام، د لعلو خزانه یم
دین مذهب به له ما څه پوښتې حنانه؟
چې یې مست مدام د خولې په پیمانه یم